د هند او افغانستان ترمنځ اقتصادي اړیکې د سوداګرۍ او پانګونې نندارتون له لارې غښتلې کیږي

For Immediate Release

Wednesday, سپټمبر 27, 2017

نوي ډهلي، هند - د افغانستان او هند حکومتونو د امریکا نړیوالې پراختیایې ادارې په ملګرتیا سره د «د سوکالۍ په لور: د هند– افغانستان سوداګرۍ او پانګونې نندارتون» تر نامه لمړنۍ نندارتون پرانیسته ترڅو د سوداګریو او پانګونو له لارې د افغانستان او هند تر منځ سوداګریزې او اقتصادي اړیکې پیاوړې کړي. دغه نندارتون کې د افغانستان څخه ۲۰۰ ګمپنیو او د هند څخه ۸۰۰ ګډونوالو ګډون کړی وو ترڅو نوي تشبثي اړیکې رامنځته او احتمالي پانګونو فرصتونو په اړه خبرې‌اترې وکړي.

د سوداګرۍ او پانګونې دغه نندارتون د افغانې کمیپنیو لپاره رامنځته شو ترڅو د وریښمو لارې افغانې میراث تر څنګ د یوشمیر تشبثونو تولیدات لکه؛ تازه او وچه میوه، مغز، د دیګ مساله، ټوکر، مرمر ډبرې، قیمتي ډبرې او غالۍ نندارې ته وړاندې کړي. سربیره پر دي، هغه تشبثونه چې د پاکې انرژۍ، مالي، زیربنايي، درملو او روغتیایي خدمتونو، او پوهنې په برخه کې د نوښتګره پانګونو فرصتونو لري به هم په نندارتون کې ګډون وکړي. د دغه درې ورځني نندارتون په لړ کې د هند خصوصي سکټور ګډونکوونکي تشبثونه او بنسټونه به د افغانستان او د افغان خصوصي سکټور سره د نوو اقتصادي  او سوداګریزو اړیکو رامنځته کولو په موخه د افغاني شریکو غاړو سره د ۴۰ څخه ډير د لیوالتیا څرګندونې هوکړه لیکونه لاسلیک کړي.

د دواړو هیوادونو ترمنځ د دوه‌اړخیزو اړیکو ارزښت ته په کتو، د هند ملکی هوايي چلند وزیر ښاغلي آشوک ګجاپتي راجو پوساپتي څرګنده کړه چې دواړه هیوادونه باید خپل اقتصادي اړیکې د خپل سیاسي، استراتیژیک او تر ټولو مهم تاریخي اړیکو سره په همغږي پیاوړې کړي.

د افغانستان دولت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله وویل چې دغه نندارتون په سیمه کې د سولې او سوکالۍ راوستو لپاره د هند او افغانستان ګډې موخې څرګندوي او د دي ترڅنګ دغه نندارتون هغه لوی پلانونه لا نور هم پیاوړي کوي کوم چې د دواړو هیوادونو له خوا د سوداګرۍ او پانګونې پراختیا په موخه د ۲۰۱۶ کال ډیسمبر میاشتې کې د آسیا زړه کانفرانس کې اعلان شول.

د هند د مالیې وزیر ښاغلي آرون جیتلي د هند او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ او پانګونې اړیکو رامنځته کولو په موخه د دغه شان لوی نندارتون رامنځته کیدو څخه خورا زیاته خوښي څرګنده کړه. ښاغلي وزیر افغانستان ته د هند پیاوړې ژمنې او د افغانستان زیربنایي، کرنیز، صنعتي، عامې روغتیا، پوهنې، بشري سرچینو ودې او نورو سکتورونو کې د هند ښکیلتیا ته هم اشاره وکړه.

دغه نوښت د افغانستان لپاره د امریکا او هند دو اړخیزه همغږیو او ژمنو څرګندونه کوي کومې چې د روان کال جون میاشتې کې د یوې ګډې بیانیې له لارې د دواړو هیوادونو مشرانو څرګنډه کړي. سربیره پر دي، دغه نندارتون د ۲۰۱۶ کال ډیسمبر میاشتې د آسیا د زړه کانفرانس یوه لاسته راوړنه ده په  دغه کانفرانس کې د افغانستان ولسمشر ښاغلي اشرف غنې او د هند لمړی وزیر ښاغلي مودی د دواړو هیوادونو ترمنځ د سوداګریو پراختیا په اړه خپل هیله بښونکی پلان اعلان کړ. لمړی وزیر مودی افغانستان د مرکزي او جنوبي آسیا ترمنځ د یو مهم اقتصادي پله په څیر توصیف کړ او د هوایي ترانسپورټ د یو دهلیز رامنځته کولو له لارې د هند سره په مستقیمه توګه د افغانستان نښلولو په اړه یي څرګندونې وکړي، او  ولسمشر غنې هم  دا هدف وټاکه ترڅو تر پنځو کلونو پورې د افغانستان او هند ترمنځ د دوه‌اړخیزې سودارۍ کچه ۱۰ میلیارده ډالرو ته لوړه کړي.

د نندارتون په دوهمه ورځ به د هند سوداګرۍ او صنایعو وزیر ښاغلي سوریش پرابهو د «د هند – افغانستان رامنځته کیدونکې تشبثي اړیکې» ترنامه لاندې د نندارتون یوې عمومي غونډې کې ګډون او وینا وکړي.

د سوکالۍ په لور نندارتون د یوشمېر هغو نندارتونو د لړۍ څخه یو دی کوم چې به د امریکا نړیوالې پراختیایي ادارې په ملاتړ په راتلونکو کلونو کې په لاره اچول کیږي ترڅو افغانستان په مرکزي او جنوبي آسیا کې د خپل ګاونډیو سره خپل اقتصادي اړیکې د سره پیاوړې کړي.

په کابل کې د امریکا سفارت ځانګړی شارژافیر ښاغلي هوګو لارنس وویل: «د هند – افغانستان نندارتون به اصلاحاتو ته وده ورکړي، پېرودونکي به جذب، او نويو او غوړه تجربو څخه به کار واخلي.» هغه زیاته کړه: «د هند او افغانستان تشبثونه کولای شي چې د سوداګرۍ رقابت وړتیا پر وړاندې د شته خنډونو لري کولو، د سوداګړۍ ودې په موخه د فرصتونو ترلاسه کولو، پانګوونکو ته د دواړو هیوادونو تولیدي وړتیا ښودلو، او په سیمه کې د لویو پانګونو زمینې برابرولو  لپاره د خصوصي – دولتي شریکو غاړو هڅو مشري وکړي.»

په نوي ډهلي کې د امریکا سفارت ځانګړي شارژدافیر مری‌‌کی کارلسن په دي اړه وویل «د سوکالۍ په لور نندارتون د افغانستان د خصوصي سکتور بیا پیاوړي کولو او د سیمه‌ایز بازار سره د افغانستان بیا نښلولو لپاره د امریکا نړیوالې پراختیايي ادارې د هڅو ملاتړ کوي.» هغه زیاته کړه «د جنوبی آسیا لپاره د ولسمشر ټرمپ د استراتیژۍ د یو اساسي رکن غوښتنه دا ده چې د سیمه‌ایزو شریکوغاړو سره د ګډ کار له لارې د خصوصي سکټور په رهبري د اقتصادي ودې څخه ملاتړ وکړو ترڅو د امریکا او افغانستان ملي امنیت شریکې موخې ترلاسه شي. دغه نندارتون یواځی لمړنی ګام دی.»

د سوکالۍ په لور: د هند – افغانستان سوداګرۍ او پانګونې نندارتون په اړه د لا زیاتو مالوماتو ترلاسه کولو لپاره، هیله ده www.passage2prosperity.com ویب پاڼه وګورئ.