د افغانستان برېښنا شرکت د یوې مهمې زیربنايي پروژې د بنسټ ډبره کیښوده

Afghanistan Utility Breaks Ground on Landmark Infrastructure Project
Afghanistan Utility Breaks Ground on Landmark Infrastructure Project
USAID/Afghanistan

For Immediate Release

Sunday, سپټمبر 24, 2017

کابل، افغانستان –  د قندهار ښار ته څيرمه د ۱۰ میګاواټو برېښنا  د تولید په وړتیا د لمریزې برېښنا  لمړنۍ بټۍ کار د یوې پرانیستي غونډې ورسته پیل شو. په دغې غونډه کې د افغانستان د حکومت چارواکو، د افغانستان د برېښنا  شرکت او د هغه هندي شرکت چارواکو ګډون کری وو چې د دغې بټۍ جوړولو او د هغې د ادارې مسؤلیت به ور په غاړه وي. د یادونې وړ ده چې د دغې بټۍ جوړولو کار زمینه د هند ډاینستي ګازو او تیلو شرکت د پانګونې د خطر د ټیټولو په موخه یاد شرکت ته د امریکا نړیوالې پراختیایي ادارې(USAID) له‌خوا د تشویقي بودجه په توګه د ۱۰ میلیونو امریکایي ډالرو په ورکړې برابره شوه.

د افغانستان برېښنا  شرکت د ډاینستي شرکت سره د بریښنا پېرلو یوې ۱۵ کلنې هوکړې په اړه خبرې اترې کړي. د دغې هوکړې پر بنسټ یاد شرکت ژمن دی چې د افغانستان برېښنا  شرکت ته بریښنا وپلوري ترڅو په یوې داسي نا کراره سیمې کې برېښنایي پوښښ لوړ کړي چیرته چې برېښنایي انرژي ته اړتیا د شته سرچینو څخه ډيره لوړه ده.

د افغانستان د برېښنا  شرکت د دغې پروژې د لکښت د کچې ټیټ ساتلو او د وړاندیزونو ترلاسه کولو په موخه د یوې انټرنټي نوښتګره معکوسې داوطلبي (مناقصې) څخه کار واخیست.  د شرایطو سره برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکړل شوه چې د ۲۰۱۶ کال د جولای میاشتې ۱۶مې نیټې کې په لاره اچول شوې داوطلبۍ کې ګډون وکړي. د داوطلبانو څخه غوښتنه وشوه چې د افغانستان د برېښنا  شرکت له‌خوا وړاندې شوي لمړنۍ بیې پر بنسټ خپل وړاندیزونه وسپاري، په پایله کې تر ټولو ټیټ‌بیه وړاندیز قرارداد ترلاسه کړ.

د افغانستان برېښنا  شرکت رئیس ښاغلي امان‌الله غالب په دي اړه وویل «د لمریزې برېښنا دغه خصوصي بټۍ به په قندهار کې د برېښنا کمښت لویې ستونزې هوارولو په موخه یو لوی ګام وي.» هغه زیاته کړه«دغه بټۍ به یو صنعتي پارک ته برېښنا چمتو کوي او د دي لارې به په سیمه کې لا نورو د خصوصي پانګونو زمینه برابره کړي.»

د امریکانړیوالې پراختیایي ادارې سرپرست رئیس ښاغلي مایکل مکارد د افغانستان د برېښنا سکتور لا ودې لپاره د خصوصي سکتور رول حیاتی وبله او په دي اړه یې وویل:

«موږ په افغانستان کې د خصوصي- دولتي پانګونو نورې هوکړې هڅوو. ځکه چې دغه پانګونې د افغانستان ولس اقتصادي وده، امنیت او سوکالي لا پیاوړي کوي.»

د ۲۰۰۲ کال راهیسې په افغانستان کې پراختیایې پروګرامونو باندې د ۱۷ میلیاردو ډالرو څخه ډیرو پیسو لګولو سره، د امریکا نړیواله پراختیایي اداره افغانستان ته د ټولو څخه لوی دوه اړخیزه ملکي مرستندویه پروګرام وړاندي کوي. د امریکا نړیواله پراختیایي اداره د افغانستان حکومت او ولس سره ملګترتیا کوي ترڅو د هیواد خصوصي سکتور په مشري اقتصادي وده تضمین، یو دیموکراتیک او ځواکمن دولت چې د قانون حاکمیت له لوري حکومت وکړي رامنځته، او ټولو افغانانو ته لمړني روغتیایي او پوهنیز خدمتونه چمتو کړي.