د امریکا نړیوالې پراختیایي ادارې د کوچنیو پورونو روزنیز پروګرام د ځوانو افغانو ښځو سره مرسته کوي ترڅو مالي سکټور ته لاره ومومي

USAID Microfinance Training Program Assists Young Afghan Women Enter Financial Sector
USAID Microfinance Training Program Assists Young Afghan Women Enter Financial Sector
USAID/Afghanistan

For Immediate Release

Tuesday, سپټمبر 26, 2017

کابل، افغانستان – نن د امریکا نړیوالې پراختیایي ادارې د پروموټ پروګرام په اقتصادي چارو کې د ښځو پروژې د کوچنیو پورونو بنسټونو د روزنیز پروګرام څخه ۷۵ ځوانې افغانې ښځې فارغ شوې. د کار زده‌کړې(شاګردي) دغه ۹ میاشتنی پروګرام چې د افغانستان د کوچنیو پورونو د ټولنې له خوا پلې کیږي د افغانستان ځوانې ښځې په هغو تخنیکي او مدیریتي مهارتونو سمبالوي چې د بانکدارۍ او کوچنیو پورونو برخو کې ورته اړتیا لیدل کیږي. دغه پروګرام په هغو روزنیزو پروګرامونو کې د ښځو ګډون د کچې لوړولو له لارې ښځې په یادو مهارتونو سمبالوي چې د کوچنیو پورونو بنسټونو مخکې له دي خپل نویو کارکوونکو ته چمتو کول.

دغه پروګرام په کابل، هرات او بلخ ولایتونو کې فعالیت لري او د کار زده‌کوونکې یې د افغانستان د کوچنېو پورونو لومړني بانک (FMFB) ، د افغان کلیو مالي کمپنۍ (ARFC)، فینکا- افغانستان او آکسس - افغانستان په بنسټونو کې د کار زده‌کړې لپاره ځای‌پر‌ځای کړي دي. تر دې دمه ۱۱ زده‌کوونکو ته د کوچنیو پورونو هغو بنسټونو له خوا چې دغو زده‌کوونکو ته پکې روزنه ورکول کیده د دایمي دندو وړاندیز شوی.

د امریکا نړیولې پراختیایي ادارې د جندر دفتر رئیسې آغلې سوسن دیکمپ وویل «مالي سرچینو ته د ښځو اړوند تشبثونو او آزاد کاروبار لرونکو ښځو لاس‌رسي پراخولو لپاره د سوداګریزو پورونو بستونو په ګډون د بانکدارۍ او د کوچنیو پورونو بنسټونو په منځنیو او لوړو کچو بستونو کې د ښځو د شمېر زیاتول یو مهم ګام ګڼل کیږي» هغې زیاته کړه « په مالي سکټور کې او په ځانګړې توګه په پریکړې نیونکو او د پور ورکولو اړوند بستونو کې د ښځو د شمېر زیاتول، ښځو ته لاره هواروي ترڅو مالي خدمتونه په اسانه توګه ترلاسه کړي.»

د لومړني روزنیز پروګرام د بریالېتوب وروسته په اقتصادي چارو کې د ښځو پروژه (WIE) او د افغانستان د کوچنیو پورونو ټولنه (AMA) په کابل، هرات او بلخ ولایتونو کې د دوېمې دورې زده‌کوونکو ځای‌پر‌ځای کولو ته چمتووالی نیسي. سربیره پر دې د کوچنیو پورونو یو شمېر نور بنسټونه لکه متحد (Mutahid)، ایکسچینجرزون (Exchangerzone) او هنډ ان هنډ (Hand in Hand) هم د پروګرام سره یوځای شوي او د خپل اړوند بنسټونو کې یې د ښځېنه زده‌کوونکو ځای‌پر‌ځای کولو سره هوکړه کړي.

د افغانستان د کوچنیو پورونو د ټولنې اجرائیه رئیس ښاغلي نجیب الله صمیم په دي اړه وویل «دغه پروګرام په مالي سکټور کې د ښځېنه کارکوونکو د شمېر د زیاتولو سربېره د کوچنیو پورونو هغو بنسټونو ته چې زمونږ غړیتوب لري دا موکه چمتو کوي چې روزل شوې او ژمنې ښځینه کارکوونکې وګماري ترڅو د هغوی سره مرسته کړي چې ښځینه سوداګرو ته غوره مالي خدمتونه چمتو کړي.»

په اقتصادي چارو کې د ښځو پروژې د خصوصي سکټور د پراختیا پروګرام اوسمهال د ۱۲۵ هغو شرکتونو سره چې د ښځو اړوند دي یا ښځېنه کارکوونکې یې ګمارلي د بیلابیلو هغو نوښتګرو پروګرامونو له لارې مرسته کوي چې مالي سرچینو او نوو بازارونو ته د لاس‌رسي پراخولو، تشبثي وړتیا لوړولو او د پرمختګ او ګټې کچې لوړولو په موخه رامنځته شوي.

د ۲۰۰۲ کال راهیسې په افغانستان کې پراختیایې پروګرامونو باندې د ۱۷ میلیاردو ډالرو څخه ډیرو پیسو لګولو سره، د امریکا نړیواله پراختیایي اداره افغانستان ته د ټولو څخه لوی دوه اړخیزه ملکي مرستندویه پروګرام وړاندي کوي. د امریکا نړیواله پراختیایي اداره د افغانستان حکومت او ولس سره ملګترتیا کوي ترڅو د هیواد خصوصي سکتور په مشري اقتصادي وده تضمین، یو دیموکراتیک او ځواکمن دولت چې د قانون حاکمیت له لوري حکومت وکړي رامنځته، او ټولو افغانانو ته لمړني روغتیایي او پوهنیز خدمتونه چمتو کړي.