د تره خیلو د بریښنا د دستګاه د پرانستنې په مراسمو کې

Wednesday, August 5, 2009
Subject 
د سفیر کارل ډبلیو ایکن بیری څرګندونې

ښاغلی ولسمشر حامد کرزی ، د اوبو او بریښنا وزیر  اسماعیل خان، ګرانو میلمنو، ښاغلو او میرمنو السلام علیکم!

ویاړم چې نن د امریکا د متحده ایالاتو د ولس مشر او د امریکا د خلکو په استازیتوب دا ستره او مهمه لاسته راوړنه د افغانستان د حکومت او خلکو سره یوځای  لمانځم. اته کال د مخه دلته په کابل کې او په ټول افغانستان کې تپه تیاره وه. یوه  تیاره چی  د سیاسی ظلمونو ، نه زغملو او یوازیتوب په نتیجه کی منځته راغلی وه  - اویوه ریښتینې تیاره چې د  مهمی زیربنا د نشتوالی له کبله چې په هغه کې بریښنا هم شامله وه،  منځ ته راغلی وه.

له هغو  ورځو  راهیسې ډیر بدلونونه رامنځته شوی دی . سیاسی پر مختګ چې د هغه ښه شواهد  له دوو اونیوو نه  وروسته  د لمړی ځل لپاره د افغانانو په مشری د ولسمشری او ولایتی شوراګانود ټاکنو تر سره کول دی چې ټول افغانان به ترینه خوند واخلی. او همدارنګه د اقتصادی او ټولنیز پر مختګ سره سره  ځنې نورو برخو کې هم مهمې  لاسته راوړنې لکه د روغتیا ، ښوونې او روزنې، ټرانسپورټ او دا سې نورو برخو کې هم پرمختګونه شوی دی.

د امریکا خلک ویاړی چې  پدې ټولو برخو کې یې مهمې مرستې کړی دی پدغو کی  یوه هم دومره مهمه نه وه  لکه دا د بریښنا برخه چې مونږ یې نن لمانځو. د امریکا حکومت د تره خیلو د بریښنا له  دستګاه سره د  ۳۰۰ میلونه امریکایی  ډالرو  مرسته کړی ده  چې نن مونږ ټول پدې لاسته راوړنه کې سره یو ځای ګډون لرو چې په کابل کې به په زرګونو نارینه ، ښځینه او ماشومان تری ګټه واخلی.

د دی دستګاه څخه ۳۵ میګاواټه اضافی  بریښنا به په کابل کې شاوخوا ۲۰۰،۰۰۰ خلکو ته بريښنا برابره کړی. ددې کال د دسمبر په میاشت کې به ددې دستګا د بریښنا تولید تر ۱۰۰ میګاواټه پوری زیات شی چې په زرګونو نورو کورونو او تجارتونو ته بریښنا برابره کړی. دا نوی بریښنا به په کابل کې د بریښنا د اوسنیو  سرچینو سره  یوځای شی اود یو شمیر زیاتوهغو بیکاره او ډیزلی جنراتورونو ځای ونیسی چې همدا مهال کارول کیږی.

سربیره پردی، د تره خیلو د بریښنا دستګاه به د اورښت د کموالی په وخت کی چی د بریښنا نوری منابع کمی او بریښنا ته  اړتیا زیاته شی  بریښنا تولیده کړی د بریښنا د نورو منابعو سره به هم  د یوی مرستندوی دستګاه په توګه کار وکړی. دا دستګاه داسی جوړه شویده چی ددی ښار د زیاتیدونکی نفوس د بریښنا اړتیا پوره کړی خو دا دستګاه باید په مالی توګه خود کفا اوسی. ډیره ضروری ده چی د بریښنایی خدمتونو لپاره  د پیریدونکو د پیسو د ورکړی  پواسطه ددی دستګاه ساتنه وشی.

د افغانستان د انرژی د سکتور څخه د امریکی د متحده ایالاتو ملاتړ د افغانستان د آرامی او اقتصادی معیشت  سره د امریکی د متحده ایالاتو د اوږد مهالی  او فوق العاده تعهد ښکارندوی ده. مونږ د افغانستان له حکومت سره د تولید، لیږدونی، او د ویش د سیستم په برخه کی په ټول هیواد کی پانګه اچونه کړیده. مونږ د افغانستان د حکومت سره د ګاونډیو هیوادونو څخه د بريښنا د پیرودونی د تړونونو په خبروکی مرستی کړیدی. مونږ کوښښ کوو چی د شبرغان د ګازو د زیرمو لپاره د بریښنا دیوی  دستګاه د جوړولو په برخه کی د خصوصی سکتور پانګه اچونی را منځته کړو.

او بلاخره مونږ به د کجکی بند د بیاجوړونی او پراختیا لپاره چی د هلمند د سیند په ناوی  کی به ۱.۵ میلیونه خلکو ته دری چنده بریښنا  تولیده  کړی، ۱۵۰ میلونه امریکایی ډالره مرسته وکړو.

مونږ پوهیږو چی د افغانستان حکومت هم هوډ من دی ، مونږ دغه هوډ په  هغو کارکوونکو کی لیدلی دی  چی زمونږ په نړیوالو ګډو هڅو کی هره ورځ همکاری کوی چی پدوی کی د (DABM) او (DABS)  مؤسسی ۺځینه او نارینه کارکوونکی هم شامل دی.

د افغانستان لپاره د امریکا د خلکو تعهد هیڅکله دومره قوی نه وه لکه څومره چی د ولس مشر اوباما په نوی ستراتیژی کی منعکس شوی چی  د افغانانو پرامنیت، د افغانستان لپاره د یوی پیاوړی ملی اردو او ملی پولیسو پر چټک پرمختګ، عدالت، حساب ورکوونی ، دوامداره اقتصادی پرمختګ، او په سیمه ایزو خبرو اترو او دیپلوماسی باندی ټینګار کوی.

نو- زه د کابل د ښاریانو څخه غوښتنه کوم چی هرکله د شپی دخپل کور څراغ روښانه کوی دوی د په یاد ولری چی امریکا  ددوی  ترڅنګ ولاړه ده، او مونږه راتلونکی ګډ بریالیتوب ته خوشبینه یو  او پرتاسو او د خپل ماموریت په بریالیتوب باور لرو.

ښاغلی ولسمشره ، داچی تاسو د پرانستنی پدی محفل کی پخپل ګډون سره مونږ ته ویاړ را وباښه  مننه کوم. اجازه راکړی چی د امریکی د خلکو په استازی توب دا څرګنده کړم چی مونږ پدی ویاړو چی ستاسو په وطن کی د امنیت د ټینګښت ، حکومت کولو، عدالت او اقتصادی پرمختګ په ګدو هڅو کی برخه اخلو.

مننه

KABUL, AFGHANISTAN
Issuing Country